ولایتي خبرونه: (پکتیکا، میدان وردک) د پکتیکا ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د یحیی خیلو او جاني خیلو ولسوالیو له توقیفخونو ليدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲۰
ولایت

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د یحیی خیلو او جاني خیلو ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداراز، پلاوي د نوموړ ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړله، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

په ورته مهال، د یادو توقیفخونو له ملکي او نظامي مسوولینو سره هم له نږدې وکتل او دواړو خواوو د دغو ولسوالیو د توقیفیانو د ستونزو د حل په موخه سلا مشورې وکړې.

میدان وردګ:

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردک ولایت د زندان نظامي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځينی سمینار پای ته ورسېده

 

دغه سمینار، چې دیاد زندان د پلان او اوپراسیون او پیژند امریتونو له لورې د پلان جوړولو او اړوندو چارو په اړه ګډونوالو ته زندانیانو د ساتنې او پالنې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د میدان وردک ولایت د زندان امر مولوي محمد هاشم "حقاني" دا ډول سمینارونه د کارکوونکو د وړتیاوو او پوهې لوړونې په موخه مهم یاد کړل او زیاته کړله چې په راتلونکې کې هم د ورته نورو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو برابرولو ته ژمن دي.

 

 

ذوالقعده ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۸:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمیر نور مسوولینو یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، زابل، خوست) د بامیان ولایت په زندان کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانېستل شو

د بامیان ولایت په ښځینه زندان کې د ښځینه محبوسینو د اصلاح، روزنې او ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ نوی شاپ پرانېستل شو.

د یاد شاپ د پرانېستې پر مهال د زندان رئیس مولوي عبدالرحیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، کندز) د غزني ولايت په زندان کې د ښځینه بندیانو لپاره د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" وايي، د دې پروګرام اساسي موخه ښځینه زندانیانو ته مسلکي مهارتونو زده کړه ده، څو هغوی وکولای شي له ازادېدو وروسته په ټولنه کې. . .

BACK TO NEWS