ولایتي خبرونه( پکتیا، بغلان) د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیا ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د دې زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه.

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۱۹
ولایتی

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړله، چې د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل سمبالول دي.

 

د یو بل خبر له مخې، بغلان ولایت د محبس محبوسینو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو محبوسینو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده. 

داراز، د نوموړي زندان مسوولینو په خبره؛ دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا  زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي څو پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، بغلان ولایت محبس محبوسینو د یادې دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

شعبان المعظم ۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد. . .

BACK TO NEWS