ولایتي خبرونه ( میدان وردګ، پکتیکا، زابل، کنړ، غزني) میدان وردګ:

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۲:۲۲
ولایتی

د میدان وردګ ولایت د توقیفخونو د مسوولینو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه ۷ ورځینی سمینار ترسره شو

د دې ولایت د توقیفخونو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ۷ ورځیني سمینار کې د نوموړي ولایت توقیفخونو مسوولینو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په وینا، یاد سمینار چې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی و،  ورته د دې ولایت د توقیفخونو مسوولینو ته د توقیفیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، د اعاشې‌، اباتې‌، تورنو ‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول.

داراز، د یاد ولایت د توقیفخونو مسوولینو ژمنه وکړله چې ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو کارو چارو ګټه پورته او د خپل لاس لاندې کارکوونکو هم شریکي کړي.

پکتیکا:

د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا ولایت په زندان کې ۳۰ تنه زندانیان د موټر سایکل جوړونې شاپ څخه فارغ شول.

دغه شاپ چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او  د کثیر الرشتوي انسټیټوټ له لورې جوړ شوی وو ۳۰ تنو زندانیانو د درې میاشتینیو زده کړو بشپړولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم ملا حکمت الله "خطاب" چې یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود د یاد انسټیټوت استازو څخه په مننې دا ډول روزنیزې برنامې د زندانیانو په اصلاح کې ګټورې یاد کړې او دې ته ورته نورو رونیزو برنامو پر جوړولو یې ټینګار وکړ.

داراز، یادو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه د برابرو شویو سهولتونو او زده کړو په پار مننه وکړله او دې ته ورته نورو رونیزو برنامو پلې کولو غوښتنه وکړه.

زابل:

د زابل ولایت  د زندان مسوولینو د دې ولایت د شینکۍ ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

 

د دغه ولایت نظامي مسوول په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د شینکۍ  ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

کنړ:

بل لور بیا، د کنړ ولایت زندان مسوولینو د دې ولایت د زندان د جومات د بیا رغونې  چارو څخه لیدنه وکړله

د دې ولایت د زندان امر محترم قاري فرهاد "نسیمي" د پرژوې مسوولینو ته د چارو د لا ښه ترسراوي په موخه لازې لارښوونې وکړې.

غزني:

بلخوا، د غزني ولایت د زندان له زندانیانو سره د خرما مرسته وشوه

 

د غزني د زندان د مسوولینو په هڅو، د دې ولایت د ملي سوداګر له لورې  دغه زندان له زندانیانو سره د خرما مرسته وشوه.

د غزني ولایت مسوولینو په وینا، یاده مرسته  د یاد زندان د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت په محبوسینو او محجوزینو وویشل شوه.

همدا راز، د غزني ولایت د زندان مسوولینو د نوموړي سوداګر څخه د یادې د مرستې په موخه مننه وکړله او له نوموړي سوداګر څخه د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

 

رمضان المبارک ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .

BACK TO NEWS