ولایتي خبرونه (میدان وردګ، غزني، زابل) د میدان وردګ ولایت په زندان کې د ا.ا.ا. پېژندنې سیالۍ ممتازو زنداني ګډونوالو لپاره ستاینغونډه جوړه شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۵:۹

یاده سیالۍ چې د دغه ولایت د زندان د مسوولینو له لوري جوړه او څو ورځې د مخه یې له یو شمېر زنداني ګډونوالو څخه د ارزونې په موخه ازموینه اخیستل شوې وه، نن یې په ممتازو ګډونوالو په جوړه شوې ستاینغونډه کې چې د دې ولایت یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود د ستاینې ترڅنګ ډالۍ ووېشل شوې. 

د یاد زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په وینا، د دغې سیالۍ موخه د دولت او رعیت تر منځ د واټن ختمول او د زندانیانو سالمه بوختیا یاده کړله.

په پای کې د دې سیالۍ ممتاز ګډونوالو ته ډالۍ ورکړل شوې.

 

د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د زندانونو چارو د سمون ادارې د ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ سره د یونیسف موسسې له لوري د ژمنیو توکو مرسته وشوه.

په دغې مرسته کې ژمنۍ ګرمې جامې، بوټونه، جمپرونه، جورابې، کمپلې او داسې نورو لازم توکي شامل وو چې د یاد زندان د مسوولینو له لوري په محجوزینو په روڼه توګه وویشل شول.

په ورته وخت کې، د دغه زندان مسوولینو د یادې مرستندویه ادارې څخه د مننې ترڅنګ یادې مرستې اړینې و بللې او په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو یې غږ وکړ چې د ژمي په سخت موسم کې د نوموړو لاسنوی او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

بل لور بیا، زابل ټرافیکو مدیریت له لورې د مرکزي زندان پرسونل ته د موټر چلونې جوازونه ورکړل شول

د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم حقاني په وینا، د موټر جلونې په ۱۵ ورځني کورس کې د نوموړي زندان ۵۰ تنو ملکي او نظامي پرسونل ګډون کړې و، چې له ډلې یې ۳۵ تنه د نظري او عملې اموزینې  وروسته بریالي شول او د موټر چلونې جوازونه ترلاسه کړل.

 

 

جمادي الثاني ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS