ولایتي خبرونه (میدان وردرګ، بادغیس، سرپل ، ننګرهار، پروان، غور)

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۲۰
ولایتی

میدان وردګ، بادغیس:

د میدان وردګ او بادغیس ولایتونو د  زندانونو (۹۹) تنه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د میدان وردګ او  بادغیس ولایتونو د زندانونو د نارینه او ښځینه محبوسینو او محجوزینو په ګډون(۵۲) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۴۷) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

سرپل:

د سرپل ولایت د زندان له محبوسینو څخه د (عقاید اسلام) تر نامه لاندې کتاب ازموینه واخیستل شوه

د دې ولایت د زندان مسوولینو په وینا، د  نوموړي زندان محبوسینو ته څه موده وړاندې د عقاید اسلام ترنامه لاندې کتابونه ورکړل شوي وو، چې د نوموړي ولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې تدریس وروسته، اړوندو مسوولینو له لورې  په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

د یاد ولایت د زندان مسوولین زیاتوي: د یادې ازموینه څخه یې موخه د ګډونوالو د پوهې لوړول، ذهني ودې او د مطالعې دودول دي.

په پای کې، د ګډونوالو د پارچو ارزونو وروسته پایلې اعلان او  بریالیو ګډونوالو ته ستاینلیکونه او نقدي ډالۍ ورکړل شوې.

ننګرهار:

د ننګرهار ولایت په زندان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د زندانیانو خونې دوا پاشي شوې

د ننګرهار ولایت د رهبرۍ  په لارښوونه، زندانیانو ته د پاملرنې په لړ کې د دې ولایت په زندان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د زندانیانو د اوسېدو ټولې خونې دوا پاشي شوې.

داراز، د دې زندان د مسوولینو په وینا. یاده چاره د دوی روغتیايي ټیمونو په واسطه ترسره شوې چې له دې سره به زندانیان د مختلفو ساري ناروغیو څخه په امن کې پاتې شي.

پروان:

د پروان ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د یو خیرخواه شخص له لورې د یاد زندان د بلاک جومات د رنګمالۍ، مسطح او بیا روغونې چارې ترسره شوې.

غور:

د غور ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

 

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې چې درې المارۍ، څلور میزونه، دوه  لیپ تاپ کمپیوټر، درې بخارۍ او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد زندان مسوولینو ته وسپارل شوه.

 

ربېع الاخر ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS