ولایتي خبرونه(ننګرهار، پکتیا) د اسد ۲۴مه، د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت د فتحې ورځې په مناسبت د ننګرهار او پکتیا ولایتونو زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲
۷۸۹۷۸۹

د اسد ۲۴مه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت د بریا، فتحې او خپلواکۍ ورځې په مناسبت د ننګرهار او پکتیا ولایتونو په زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې.

په دغو مراسمو کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو، نظامي او ملکي کارکوونکو او نورو اړوندو کسانو ګډون کړی و.

په لمانځغونډو کې ویناوالو د اسد ۲۴مې د ورځې پر تاریخي اهمیت خبرې وکړې او دا ورځ یې د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو او برخلیک ټاکونکو ورځو څخه وبلله.

د غونډو ګډونوالو د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د افغانانو د اوږدو مبارزو او مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو یادونه وکړله او د هغوی د مبارزو درناوی یې وکړ.

ویناوالو وویل: چې افغانانو د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د خپلې خاورې د دفاع په لاره کې سترې قربانۍ ورکړې دي.

هغوی ټینګار وکړ چې د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنه یوازې د یوه نسل مسوولیت نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

په دغو مراسمو کې همداراز د هېواد د امنیت، ثبات، ملي یووالي او ابادۍ پر اهمیت خبرې وشوې او له مسوولینو او کارکوونکو وغوښتل شول چې خپلې دندې په صداقت، اخلاص او مسوولیت‌پذیرۍ سره ترسره کړي.

د زندانونو اړوندو مسوولینو وویل؛ د هېواد د امنیت او ثبات ترڅنګ، د محبوسینو د اصلاح او بیا روزنې، هغوی ته د مناسب ژوند شرایطو برابرولو او د قانوني او بشري اصولو په چوکاټ کې د زندانونو د چارو د ښه تنظیم په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د غونډو په پای کې، د افغانستان د خپلواکۍ او فتحې ورځې د ارزښتونو پر ساتنې، د هېواد د ابادۍ او ثبات لپاره د ګډو هڅو او د خلکو د خدمت پر دوام ټینګار وشو.

د اسد ۲۴مه هر کال د افغانانو له لوري د هېواد د خپلواکۍ، مبارزې او سرښندنو د یاد او درناوي په موخه لمانځل کېږي.

 

ربیع الاول ۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد. . .

BACK TO NEWS