ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهار مرکزي زندان څخه سلګونه تنه زندانيان خوشې شول

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۳:۵
ننگرهار

د سترې محکمې د فرمان پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت  (۳۱۷) تنه زندانیان خوشې او (۳۸۵) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل شو.

په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" خوشې شويو زندانيانو ته په خپله وینا کې وويل: هغه دیني، عصري او حرفوي زده‌کړې چې مو د بند په موده کې ترلاسه کړي، بايد په خپل ورځيني ژوند کې یې عملي کړی او په راتلوونکې کې د جرمونو څخه ځان وساتی.

همداراز د زندانونو چارو د سمون د اداري د عفوي او تخفيف د فرمانونو د پلي کولو امر محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" د سترې محکمې د (۹۵۸۴) ګڼه فرمان ولوست، او د دغه فرمان د دقیق پلي کېدو په اړه یې هر اړخیزې څرګندونې وکړې.

 نوموړي وویل: چې دغه فرمان د اسلامي عدالت له روحیې سره سم صادر شوی او د زندانيانو د اصلاح او بېرته ټولنې ته د ورګرځېدو یوه مهمه برخه ده.

د يادونې وړ ده، د اخترونو په مناسبت د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري زندانیانو ته د عفوې دا ډول فرمانونه د شفقت او اصلاح سیاست څرګندونه کوي، ترڅو هغوی د ټولنې سالمو غړو په توګه بېرته خپل ژوند ته را وګرځي.

 

ذوالحجة الحرام ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۲:۵۶
Background image

ولایتي خبر(غزني) د غزنې ولایت په زندان کې د اجراییه مدیریت او د نظامي معاونیت د اوپراسیون خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د دې ولایت د زندان مسوولینو په وینا دغه خونې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړ شوي نن د یو لړ مراسم په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د نوموړو خونو د چارو بشپړېدو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی غزني ولایت ته په سفر ولاړ

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د غزني ولایت زندان ته لاړ او هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د یو شمېر ریاستونو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړله

په ياده ناسته کې د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS