ولایتونه خبرونه (هرات – کندز – سمنګان) د هرات ولایت په زندان کې د ګرمو اوبو سیستم فعال شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۱:۱
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځلې د هرات ولایت په زندان کې د ښځینه او نارینه زندانیانو، او محجوزینو د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه د اوبو ګرمولو بایلرونه چې ۲۴ ساعته به فعال وي نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د هرات ولایت د زندان مسوولینو په وینا دوی تل هڅه کوي څو د کال د هر موسم په راتلو سره سم زندانیانو ته په مختلفو برخو کې لازمې او د اړتیا وړ اسانتیاوې برابرې کړي.
داراز، د دغه ولایت زندانیانو د یادې ادارې له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې نوموړو ته په نورو برخو کې هم مناسبې اسانتیاوې رامنځ ته کړې.

د یو بل خبر له مخې،‍ د کندز ولایت د ماشومانو د اصلاح اوروزنې امریت د محجوزینو سره د (جېک) موسسې له لورې د قرطاسیې او مینځلو توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د دغې موسسې له خوا د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره شوې په کې قلمونه، کتابچې، تختې صابونونه شامل دي چې د دې مرکز مسوولینو لورې به په محجوزینو په روڼه ټوګه وویشل شي.

بل خوا بیا، د سمنګان ولایت د زندان مسوولینو د دغه ولایت د امربالمعروف و نهی عن المنکر او او د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو له ریاستونو څخه راغلي  پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پر یو لړ مربوطه موضوعګانو یې خبرې وکړې.
داراز، یاد پلاوي د دغه زندان له پرسونل سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې فرمانونه او حکمونه په وخت پلي، چارې لا نورې هم د اسلامي قوانینو په رڼا کې ترسره او  زندانیانو سره له ښو اخلاقو څخه کار واخلي، څو یې په خبره نوموړي په ښه روحیه بیا وروزل شي.
په ورته وخت کې، د سمنګان ولایت د زندان مسوولینو هم نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې تل دوی ته په یاده برخه کې مختلف سمینارونه ورکړل شوي او هڅه شوې، څو خپل مسوولیتونه په پوره امانتولۍ ترسره او له زندانیانو سره د نېک چلند په کولو سره هغوی د جرم له بیا تکرار څخه ډډه کولو ته راوبلي، چې دا خبره د یاد پلاوي د خوښۍ وړ ګرځېدلې او ویلي دي، دا ډول ښې کړنې به نه یواځې په زندانونو کې د زندانیانو د اصلاح او بیا ښه روزنې لامل شي، بلکې هغوی به دې ته وهڅوي چې بیا د شرعي اصولو او د ټولنې د نظم خلاف اعمال ترسره نه کړي. 


د رجب المرجب ۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له نظامي مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، اداري چارې او د زندانیانو وضعیت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

BACK TO NEWS