د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې، کړنو او مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
همداراز، د یاد محبس مسوولینو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له همېشنیو همکاریو او مرستو د مننې سربېره د کارکوونکو کاري وړتیا لوړونې او پرمختګ لپاره دې ته ورته د نورو روزنیزو ورکشاپونو او برنامو غوښتونکي شول.
جمادي الثاني ۲۴/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
