د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کې د کتاب دوه ورځینی نندارتون د ریاست الوزراء عالي مقام سیاسي مرستیال په ګډون پای ته ورسېد

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۵:۴۹
روز دوم نمایشگاه

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست په نوښت د زندانونو چارو د سمون ادارې د څرخي پله مرکزي زندان ملکي او نظامي او  زندانیانو لپاره د کتاب لوستنې اوونۍ په پار د یولړ مراسمو په ترڅ کې دوه ورځینی نندارتون د ریاست الوزراء عالي مقام د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په ګډون پای ته ورسید.

په یادو مراسمو کې د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د زندانونو  چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستری"، د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، ، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني" د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو ګډون درلود.

د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د علم او مطالعې په ارزښت خبرې وکړې او مطالعه یې د ځوانانو فکري او اسلامي روحیې لوړولو کې اغیزمنه یاده کړه.

د ریاست الوزراء عالي مقام سیاسي مرستیال زیاته کړه د هېواد زندانونه اوس د شکنجې ځایونه نه بلکي د زندانیانو په اصلاحي مرکزونو بدل شوي او په دې برخه کې د زندانونو  چارو د سمون ادارې هڅې یې وستایلې او زندانیانو ته یې د لا اسانتیاوو پر برابر ولو ټینګار وکړ.

همداراز، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ژمنه وکړه چې د زندانیانو د فکري روزنې په موخه به په راتلوونکې کې د کتابونو مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" خبریالانو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې یو  ځل بیا وویل: چې دې ادارې د مرکز او ولایتونو په ټولو اړوندو زندانونو کې زندانیانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر زیاته کړه دغه اداره په نویو طرحو کار کوي څو د دغې ادارې د مرکز او ولایتونو په ټولو اړوندو زندانونو کې زندانیانو ته لا نورې لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

 همداشان، د کتاب لوستنې په پار د یاد نندارتون د پای په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو هم په خپلو خبرو کې وویل چې نوموړی وزارت په هېواد کې د مطالعې، کلتور ودې او په دې برخه کې لا ډیرو اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی او هڅو ته دوام ورکوي.

تر یادو مراسمو وروسته، د ریاست الوزراء عالي مقام سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف مستري او ټولو ګډونوالو د نوموړي نندارتون د چمتو کوونکو له خوا نندارې ته اېښودل شوي کتابونه وکتل. 

 

ذوالقعدة الحرام/۱۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له نظامي مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، اداري چارې او د زندانیانو وضعیت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

BACK TO NEWS