د پکتیکا ولایت د زندان له لوري د دې ولایت د توقیفخونو مسوولینو ته یو ورځنی سیمینار ترسره شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۱:۲۶
ولایتی

دغه سیمینار چې تیره ورځ د پکتیکا د زندان امریت له لورې جوړ شوی وو د یوې ورځې په موده کې یې ګډونوالو ته د کاري چارو ښوالې او ظرفیت لوړونې په موخه هر اړخېز معلومات وړاندې شول. ‎
همدا شان،  د پکتیکا ولایت د زندان مسوول محترم مولوي محمد هاشم"حقاني" هم دا ډول پروګرامونه د ادارې د کارکوونکو د پوهې لوړونې په هدف غوره وبلله او ګډنوال یې تشویق کړل څو په غور سره ترې ګټه پورته کړي.

د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د بادغیس ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د غورماج ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

بل خوا بیا، د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځلي د سرپل ولایت د زندان محبوسو میندو له ماشومانو سره د خوراکي او ژمنیو توکو مرسته د دغه زندان مسوولینو ته و سپارل شو.
په ورته وخت کې، د دې زندان امر محترم ملا ګل محمد "بلخي" د مرکزي ادارې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې یاد توکې به د دغو ماشومانو په میندو په روڼه توګه ووشي. 
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو زندانیانو لپاره په زندانونو کې د خپلې مالي بودیجې او همکارو داخلي او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.


جمادي الاول ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS