د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
پنجشیر

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل شو.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې،  چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي، د عفوي او تخفيف د فرمانونو د پلي کولو امر محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" او د دغه ولایت د سیمه ییزو اړوندو مسوولینو ګډون درلود، ویناوالو په خپلو خبرو کې وويل: د اسلامي امارت راتګ سره اوس د نوموړې ادارې تر چتر لاندې زندانونه پر مدارسو او اصلاح ځایونو بدل شوي او هغه دیني، عصري او حرفوي زده ‌کړې چې زندانیان د بند په موده کې ترلاسه کوي، نو هیله ده چې له برکته یې په اخلاقو او چلند کې نېکه اصلاح او د جرم له بیا تکراره ډډه وکړي.

بلخوا، محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" وویل، د عفوې او تخفیف دا بهیر د اسلامي عدالت له روحیې سره سم په روڼه توګه تطبیق شو، چې د زندانيانو د اصلاح او ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه د دوی د ورګرځېدو یوه مهمه برخه ده.

په ورته وخت کې، خوشې شویو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د پنجشېر ولایت د زندان د مسوولینو د ښه چلند او په زندانونو کې د ښو دیني او عصري علومو، کسب زده کړو او نورو اصلاحي برنامو د عملي کولو له امله د خوښۍ په څرګندولو  سره وویل، هڅه به وکړي چې د ترلاسه کړو زده کړو پرمټ به اسلام، هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۱۳
Background image

د پکتیا زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، چې په کې قرطاسیه، کمپلې، برېښنايي بخارۍ، او یوشمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴۳
Background image

ولایتي خبرونه:(پکتیا، هلمند، جوزجان، هرات) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اهل سنه والجماعة) کتاب سیالۍ ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه، د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

. . .

BACK TO NEWS