د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د سید اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۵:۲۲
میدان وردگ

تېره ورځ د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي مرسیتال محترم مولوي عزیز الله "مستقیم" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د سید اباد ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر  اړوندو چارو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ.

همداراز، نوموړي پلاوي د یادې ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره هم ولیدل او د توقیفخونې امنیتي او تخنیکي مسایل یې ورسره شریک کړل چې د نوموړي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

 

ربیع الثاني۲۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS