د سمنګان ولایت زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۱۹
ولاینی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم ملا محمد جان سمنګان ولایت د زندان نظامي مدیر په توګه د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.

داراز، محترم مولوي کمال الدین زاهد په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکېني امنیتي مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د یاد زندان نوي نظامي مدیر د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه  وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندانونو د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

محرم الحرام ۲۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۴۴
Background image

جوزجان ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم مولوي نعمت الله "زید" د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د کابل د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه ارزونه وکړله

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه او هر اړخیزه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د سمنګان ولایت زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم ملا محمد جان سمنګان ولایت د. . .

BACK TO NEWS