د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي چارو مرستیال د مرکزي برخې له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ناسته وکړله
محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې یادې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندان محترم مل پاسوال مولوي خالقداد "رحمت" او یو شمېر د نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې پرمهال نوموړو سره د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو، هغوی ته مناسب امنیتي چاپېریال برابرولو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
داراز، د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «د شفافیت، نظامي نظم، ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».
دې ناستې په پای کې، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړله، څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او د تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت ترسره کړي.
رمضان المبارک ۰۸/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
