د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د لوګر ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۳

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او د ادارې د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په ګډون يوه پلاوي تېره ورځ لوګر ته سفر وکړ او د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې يې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورسره د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
همداشان، پلاوي د لوګر د ابتداییه او مرافعه محکمو له مسوولینو سره ولیدل او د دغه ولایت د زندان د بندیانو یادې غوښتنې یې ورسره شریکې کړې، چې نوموړو مسوولینو ورته په دې برخه کې د قانون او اصولو مطابق د دوسیو څېړلو او پرېکړو عملي کولو ژمنه وکړه. 
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو لیدنه وکړي، وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

شعبان المعظم ۲۲/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS