د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۵:۲
دیدار رییس صاحب عمومی از محبس مرکزی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ پلاوي چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د نوموړي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد"رحمت"،  د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او شمېر نور مسوولین ورسره مل وو،  د یاد زندان د صنعتې برخو، کتابتون او د ادارې ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه او له اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري د څرخي پله مرکزي محبس صنعتي برخو څخه د ارزونې ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د تخنیکي وسایلو په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي او له نوموړو څخه وغوښتل چې د زندانیانو په روزنه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي څو نوموړي کسان د بند مودې په پوره کېدو سره سم د یو کاسب وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وکرځي .

داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د نوموړي زندان د کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او د نوموړي کتابتون مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د کتابونو په ساتنه او مطالعې ته د زندانیانو هڅونې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي څو زندانیان له دې طلايي فرصت څخه ګټه پورته او خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي.

په ورته وخت د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په داسې حال کې چې د دې ادارې د روغتیا رئیس محترم ډاکټر سید احمد اسحاقزی وسره مل وو، د ادارې ۵۰ بستریز روغتون روغتیایي کارکوونکو سره په لیدنه کې په خپلو خبرو کې وویل چې د ناروغانو ښي درملنې او د روغتون پاکوالي ته جدې پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې دا زمونږ او ستاسو مسوولیت دی چې د زندانیانو او پرسونل روغتیا ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړو او پدې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.

داراز، محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري د نوموړي روغتون مسوولینو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنو او ستونزو اورېدلو ترڅنګ د نوموړي روغتون اداري شعبې، درملتون، لابرتوار، بسترخونې ، واټونه او بیلابیلې برخې وارزولې او د ستونزو حلولو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د ادارې ۵۰ بستریز روغتون د بستر اړوندو  روغتیايي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د بندي ناروغانو په درملنه کې د خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنه کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه دریغ ونه کړي. 

د یادولو ده چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو او توقیفخونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

ربیع الاول ۲۹/ ۱۴۴۶

د مقام دفتر ریاست

د  اطلاعاتو او عامه اړیکو  امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS