د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د هلمند ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۱
رییس ارکان

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ دغه پلاوي د نوموړي ولایت له زندان څخه د دې لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو او محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

په پای کې، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د دې زندان د خوړو ، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

صفر المظفر ۱۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مقام د لارښوونې له مخې، د کندز ولایت د زندان ریاست په کوربه‌توب، د کندز زون د زندانونو د مسؤلینو د همغږۍ مجلس ترسره شو.

په دغه مجلس کې د کندز ولایت د زندان رئیس محترم حاجي ملا نعمت‌الله "سراجي"، د بدخشان ولایت د زندان رئیس محترم ډاکټر درمحمد صفدر، د تخار ولایت د زندان آمر محترم قاري محمد انور بشیر او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (هلمند، پکتیکا، هرات) ای سي ار سي نړۍوالې کمېټې د هلمند ولایت د زندان  له (۲۹۰۰) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

یاده مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د ای سي ار سي کمېټې له لورې د یاد ولایت د زندان له (۲۹۰۰)تنو نارینه، ښځینه زندانیانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه: (کندهار، لوګر، پروان، هلمند) د کندهار ولایت د زندان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د روغتیایي کیټونو او ژمنيو توکو مرسته وشوه

د غه مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یاد زندان په همکارۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د بندیانو روغتیا ساتني او د هغوي د. . .

BACK TO NEWS