د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس په مشرۍ پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۴:۰
ننگرهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ولایت د زندان د وضعیت ارزونې په موخه ولاړ او هلته یې د یادو ولایت له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد  د دغه ولایت  د زندان له  زندانیانو سره ولیدل او د هغوي ستونزې یې له نږدې واوریدې، او ورته یې زیاته کړه؛ زندان ستاسو لپاره د اصلاح او روزنې ځای دی اړینه ده چې خپل ځانونه اصلاح او د بدو او ناروا کړنو څخه لرې پاتې شئ څو دلته  د درکړل شویو زده کړو څخه په راتلوونکي ژوند کې ګټه پورته او  د سالمو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یو ځای شئ.

په ورته وخت کې، نوموړو زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او له دوی سره د زندان د مسوولینو چالند یې ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.

داراز، پلاوي زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی جرمي دوسیو د ژر څېړلو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو سره یاد موضوع شریکه کړې ترڅو په خپل وخت ورته رسېدنه وشي.

په پای کې، د محترم قاري ګلزاد په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان ، د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا او بېلا بېلې برخې او تعمیراتي او روغتیايي چارې وارزولې او د شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

همداراز، د سره صلیب نړېوالې کمېټې لخوا د ننګرهار ولایت زندان سره مرسته وشوه.

په دې مرسته کې ۱۱۱۱ توشکې او بالښتونه، ۲۷۵۲ متره مکعب فرش او راتلونکې اوړې لپاره ۱۰۹ کولرونه شامل ول چې د زندانونو چارو د سمون اد ارې مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد، د ادارې استازی محترم مولوي رحیم الله مدني په حضور کې  د نوموړي ولایت  د زندان په محبوسینو او محجوزینو وویشل شول.

د یاد ولایت زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" د یادې مرستې په ورکړې خوښي څرګنده کړه او د یاد بنسټ څخه یې وغوښتل چې د مرستو دا لړۍ جاري وساتي.

 

ربیع الثاني ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS