د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د استازو ترمنځ د یادې ادارې د چارو او د زندانیانو معلوماتي سیستم په اړه ناسته ترسره شوه
په ناسته کې، چې د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون " او د نوموړې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له استازو سره په ګډه همکارۍ د زندانیانو اړوند معلوماتي سیستم په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د دې ادارې د معلوماتي ټیکنالوژۍ رئیس محترم چهاریقل"ادیب" په وینا؛ یاد معلوماتي سیستم کې به د زندانیانو د منلو، د محاکمو څرنګوالي، د هغوی د جرم بڼې او د هغوي ټول اړوند معلومات به ثبت او ولیکل شي چې په دې سره به د خدماتو کیفیت لوړ او د مراجعینو ستونزې به ژر حل شي.
په پای کې، د ناستې ګډونوالو د یاد سیستم د لا پیاوړتیا او ښه والي په موخه خپل نظرونه شریک کړل، چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت استازو له لورې ورته د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
صفر المظفر ۵/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
