د بلخ ولایت د زندان سره د افغانستان د هوساینې او پراختیا موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۸
nn

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست مسوولینو په هڅو او د یادې موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې او دستکشې شامل ول، د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز پر محجوزینو په شفافه توګه وویشل شول.

د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین"زاهد"د افغانستان د هوساینې او پراختیا موسسې له همېشنیو مرستو او همکاریو څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، وویل چې د ماشومانو ساتنه، پالنه او روزنه زمونږ انساني او اخلاقي مسوولیت دی او  هڅه کوو څو مرستې را جلب او هغوی ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو‎.

 

 

رجب المرجب ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (هلمند، پکتیکا، هرات) ای سي ار سي نړۍوالې کمېټې د هلمند ولایت د زندان  له (۲۹۰۰) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

یاده مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د ای سي ار سي کمېټې له لورې د یاد ولایت د زندان له (۲۹۰۰)تنو نارینه، ښځینه زندانیانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه: (کندهار، لوګر، پروان، هلمند) د کندهار ولایت د زندان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د روغتیایي کیټونو او ژمنيو توکو مرسته وشوه

د غه مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یاد زندان په همکارۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د بندیانو روغتیا ساتني او د هغوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۴۳
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ښوونیز مرکز کې د مرکزي محبس، ښځینه محبس، توقیفخونو، د مخدره توکو ځانکړي امنیت لرونکي محبس او د قطعې قرارګاه  (۶۲) تنو کارکوونکو ته یو میاشتنۍ  ښوونیز او روزنیز کورس پیل شو

دغه کورس، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونیز مرکز له خوا جوړ شوی چې ګډونوالو ته د دندو لایحو، د معلوماتو دقیق تحلیل، د زندانونو امنیتي وضعیت د لا ښوالي، د بندیانو سره ښه چلند د. . .

BACK TO NEWS