د بغلان ولایت د مرکزي زندان ۶۵ تنه نارینه او ښځینه زندانیان د لیک او لوست له کورس څخه فارغ شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۴۹
بغلان

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د دې ولایت د زندان مسوولینو په کې ګډون درلود (۱۴) تنه پرسونل، (۲۴) تنه ښځینه او (۲۷) تنه نارینو محبوسینو د لیک او لوست د زده کړو بشپړولو وروسته د فراغت تصدیق لیکونه ترلاسه کړل.
د دې ولایت د زندان مسوولینو په وینا، دوی هڅه کوي څو د زندان پرسونل او زندانیانو ته ورته نورې د زده کړو ګټورې برنامې جوړې کړي څو وکولای شي نوموړي په ښه فکر او روحیه وروزل شي.
په ورته وخت کې، د دې برخې څو تنو فارغ شویو زده کوونکو د خپلو استادانو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دوی د لیک او لوست د زده کړو  ترڅنګ اسلامي معلومات هم زیات شوي دي. 
داراز، د دغه ولایت د زندان مسوولینو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره هم ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب، خوړو، روغتیا، ورزش، نسبتې دوسېو او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه دمرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.   

ذوالقعدة الحرام ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS