د بامیان ولایت زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۳:۲۸
ret

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم ملا رحمت الله "محمد" د بامیان ولایت د زندان نظامي مدیر په توګه د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې،  د یادې ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" کډون درلود، د نوموړي ولایت د زندان د مخکېني امنیتي مسوول کړنې وستایلې او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د یاد زندان نوي نظامي مدیر د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ ژمنه  وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندانونو د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

صفر المظفر ۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي چارو مرستیال د څرخي پله مرکزي زندان ګارنیزیون له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ناسته وکړله

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې یادې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندان محترم  مل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندانۍ قرارګاه د ارکان نوي رئیس په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم سمنوال ملا شریف الله "طالب" اړوند پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۱۷
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د استازو ترمنځ د یادې ادارې د چارو او د زندانیانو معلوماتي سیستم په اړه ناسته ترسره شوه

په ناسته کې، چې د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون " او د نوموړې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له استازو. . .

BACK TO NEWS