د ا.ا.ا د مشرتابه د هدایت پر بنسټ د کور او ښار جوړونې وزیر په مشرۍ پلاوي د لغمان زندان څخه ارزونه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۸:۴۹
لغمان

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه (حفظه الله) د هدایت پر بنسټ، د کور او ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب‌ اللّٰه حیات "حقاني" په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي د لغمان زندان څخه لیدنه وکړله او د زندانیانو د وضعیت او هغوی ته د برابر شوو خدمتونو په اړه یې له نږدې معلومات ترلاسه کړل.

دغه راز، پلاوي د زندان بېلابېلې برخې وکتلې او د بندیانو د ساتنې، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، حرفوي پروګرامونو او نورو چارو وضعیت یې وارزاوه.

محترم مولوي نجیب‌ اللّٰه حیات حقاني وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه هدایت دا دی چې له زندانیانو سره د اسلامي اصولو او نافذه قوانینو په چوکاټ کې چلند وشي او د هغوی حقونو ته پوره پاملرنه وشي.

هغه وویل، که څه هم زندانیان د محکمې د قانوني پرېکړو له مخې له آزادۍ محروم دي، خو انساني کرامت او مشروع حقونه یې باید خوندي وساتل شي او مسوولین مکلف دي چې د هغوی د ساتنې او سمې روزنې په برخه کې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي.

ورته مهال د لغان د زندان امر محترم ملا محمد "بختیار" راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د زندان د عمومي وضعیت او روانو فعالیتونو په اړه یې معلومات شریک کړل.

محترم ملا بختیار وویل، دا مهال په لغمان زندان کې شاوخوا دوه زره کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو ساتل کېږي او د هغوی لپاره په بېلابېلو برخو کې اړین خدمتونه او اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د زندانیانو د زده‌ کړو او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره دیني او عصري زده‌ کړو، سربېره حرفوي او مسلکي روزنیز پروګرامونه هم روان دي، څو بندیان له خوشې کېدو وروسته د کار او حلالې روزۍ د ګټلو وړتیا ولري.

د کور او ښار جوړونې وزیر د زندان له بېلابېلو برخو تر لیدنې وروسته، د لغمان زندان د مسؤلینو له فعالیتونو او زندانیانو ته له برابر شوو اسانتیاوو څخه خوښي څرګنده کړه.

محترم مولوي نجیب‌ اللّٰه حیات حقاني په زندان کې د زده‌ کړو، حرفوي روزنې او نورو خدمتونو روان بهیر مثبت وارزاوه او ویې ویل چې د زندانیانو د اصلاح او ټولنې ته د هغوی د بېرته ورګرځېدو لپاره دا ډول پروګرامونه مهم رول لري.

نوموړي د زندان مسوولین وهڅول چې د مشرتابه د هدایتونو په رڼا کې خپلو چارو ته لا پاملرنه وکړي او د بندیانو د ساتنې او اصلاحي پروګرامونو بهیر په ښه توګه پر مخ یوسي.

ربیع لاول ۳۰/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مقام د لارښوونې له مخې، د کندز ولایت د زندان ریاست په کوربه‌توب، د کندز زون د زندانونو د مسؤلینو د همغږۍ مجلس ترسره شو.

په دغه مجلس کې د کندز ولایت د زندان رئیس محترم حاجي ملا نعمت‌الله "سراجي"، د بدخشان ولایت د زندان رئیس محترم ډاکټر درمحمد صفدر، د تخار ولایت د زندان آمر محترم قاري محمد انور بشیر او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (هلمند، پکتیکا، هرات) ای سي ار سي نړۍوالې کمېټې د هلمند ولایت د زندان  له (۲۹۰۰) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

یاده مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د ای سي ار سي کمېټې له لورې د یاد ولایت د زندان له (۲۹۰۰)تنو نارینه، ښځینه زندانیانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه: (کندهار، لوګر، پروان، هلمند) د کندهار ولایت د زندان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د روغتیایي کیټونو او ژمنيو توکو مرسته وشوه

د غه مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یاد زندان په همکارۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د بندیانو روغتیا ساتني او د هغوي د. . .

BACK TO NEWS