د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
Tue, May 23 2023 3:53 PM
پالیسی

دغه ناسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د یادې ادارې د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو په غړیتوب نن( سې شنبې) جوړه شوه، په کې د زندانیانو پر تفکیک او ډلبندۍ او د زندانیانو د زده کړو د څرنګوالي په اړه بحث وشو، چې د دغې ادارې له خوا په برابرو شویو دیني، عقیدتي او فکري ښوونیزو درسونو کې یې فعاله برخه اخیستې وه.
داراز، د یادې کمېټې ګډونوالو په دې ناسته کې د نوموړې ادارې پر یو شمېر مربوطه مسلکي او تخنیکي چارو هم بحث او نظرونه تبادله کړل.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه، د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه، د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناڅرګندو مسایلو څپړل او پرې بحث کول دي.

ذوالقعده-۳/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS