د فراه ولايت د زندان آمر او مل پلاوي یې د دې ولایت د ګلستان ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړه

news_admin
Sun, Apr 30 2023 11:09 AM
ولایتی

محترم مولوي لعل‌محمد "ذاکري" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د ګلستان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
همدا راز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته مهال، یاد پلاوي د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ له ملکي او نظامي چارواکو او همدارنګه د عدلي قضايي مسوولينو سره هم له نږدې وکتل او دواړو خواوو د دې ولسوالۍ د توقیفیانو د ستونزو د حل په موخه سلا مشورې وکړې.
د یادولو ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین په مرکز او ولایتونو کې د ټولو زندانونو او توقیفخونو د وضیعت څارل او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسئولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

شوال المکرم ۱۰/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS