د غزني ولایت د عدلي، کشفي او امنيتي برخو استازو د دغه ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Dec 04 2022 5:26 PM
عزنی ولایت

د ا.ا.ا د سترې محکمې په لارښوونه، د غزني ولايت د استيناف محکمې رئیس، داستخباراتو او امنيه قومندانۍ د استازو په ګډون يوه پلاوي په داسې حال کې، چې د دې ولایت د مرکزي زندان رئيس هم شتون درلود، له ياد زندان څخه ليدنه وکړه.
 په دې ليدنې کې، د بنديانو د برخليک روښانه کولو او جرمي دوسيو ته د پروخت رسېدنې په اړه بحث او مناسبې حللارې ولټول شوې.
په ورته وخت کې، ياد پلاوي د غزني د زندان له بنديانو سره هم وکتل او هغوی ورسره د نورو مسايلو ترڅنګ، د دوی د دوسيو څېړلو او محاکماتي چارو د چټکتيا په هکله غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له خوا دې غوښتنو ته يې د رسېدنې ډاډ ورکول شو.

جمادي الاول ۱۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS