د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Oct 01 2022 1:40 PM
رهبری معاونیت نظامی


تېر ورځ د دغې ادارې د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د مقام د سلاکار محترم الحاج مولوي اسدالله "مولانا" او د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" په ګډون یوه پلاوي میدان وردګ ته د سفر پرمهال د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه.
پلاوي په دغه سفر کې د نوموړي زندان له روغتیایي برخې، امنیتي ټاورونو وضعیت د ارزولو ترڅنګ له بندیانو سره هم ولیدل او د هغوی خبرې او ستونزو تر اورېدو وروسته یې ورته د حل ژمنه وکړه.
محترم بدر او ورسره پلاوي یې په دې لیدنه کې د میدان وردګ ولایت د زندان ټولو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او له بندیانو سره یې ښه چلند ته راوبلل.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو په دوامداره توګه د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب له ټولو مرکزونو لیدنې وکړي او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه وکړي.

ربېع الاول ۵/ ۱۴۴۴
داطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS