د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مقام د لارښوونې له مخې، د کندز ولایت د زندان ریاست په کوربه‌توب، د کندز زون د زندانونو د مسؤلینو د همغږۍ مجلس ترسره شو.

news_admin
Sun, Nov 08 2026 3:10 PM
65645

په دغه مجلس کې د کندز ولایت د زندان رئیس محترم حاجي ملا نعمت‌الله "سراجي"، د بدخشان ولایت د زندان رئیس محترم ډاکټر درمحمد صفدر، د تخار ولایت د زندان آمر محترم قاري محمد انور بشیر او د بغلان ولایت د زندان آمر محترم ملا ګل ‌محمد بلخي ګډون کړی و.

د کندز ولایت د زندان رئیس محترم حاجي ملا نعمت‌الله سراجي د دغه ډول ګډو ناستو جوړېدل یې د ستونزو د حل، د کاري تجربو د شریکولو او د چارو د لا ښه والي لپاره مهم او مثبت ګام وباله.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د زون په کچه دې هره میاشت د همغږۍ دا ډول مجلسونه ترسره شي، څو د زندانونو مسوولین وکولی شي خپلې ستونزې او کاري تجربې له یو بل سره شریکې او د حل لپاره یې ګډې لارې چارې ولټوي.

همدارنګه، په دغه مجلس کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اصولو، مقرراتو او طرزالعملونو مطابق پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې، د اړوندو لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وشو او ځینې موضوعات د ټولو ګډونوالو تر هوکړې او لاسلیک وروسته د لا غور او پرېکړې په موخه د ادارې مقام ته وړاندې شول.

د یادونې وړ ده، چې د دغې همغږۍ ناستې موخه د زون په کچه د زندانونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د ستونزو حل او د اداري چارو لا ښه تنظیم دی.

 

جمادي الاول ۲۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS