ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

news_admin
Mon, Sep 21 2026 8:46 AM

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد" د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو څخه په مننې وویل؛ چې یاد امبولانس هم د دوی د انسان پالنې حس پر بنسټ مرسته شوی او زندان ته وسپارل شو او یاد امبولانس څخه به د یاد ولایت زندان ناروغانو زندانیانو د بېړني حالت لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
همداراز، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بلخ زندان له اړتیاوو سره سم یو شمېر ساختماني او تخنیکي توکي، چې پکې کولرونه، هواکشونه، واټرپمپ، پکې، ګروپونه، پلاس، میګر، برمه، پیپونه او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل دي، مرسته وشوه.
د بلخ زندان مسوولینو د عامې روغتیا ریاست او افغاني سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو څخه د دغو مرستو له امله مننه وکړله او د زندان له مسؤلینو سره یې د یادو بنسټونو د همکاریو د دوام غوښتنه وکړله.
نوموړي ټینګار وکړ، چې مرسته شوي توکي دیاد زندان د اړتیاوو له مخې په بشپړ شفافیت او عادلانه توګه وویشل شي او د اړوندو برخو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
ننګرهار:
د ننګرهار ولایت زندان کې نظامي منسوبینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه لس ورځینی سمینار پیل شو
د سمینار د پرانیستې په مراسمو کې، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په خپلو خبرو کې د مسلکي زده کړو او دوامدارې روزنې ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د زندانونو د چارو د لا ښه تنظیم، د دندو د مؤثر ترسره کولو او د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره د منسوبینو ظرفیت لوړونه مهمه ده.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د سیمینار له روزنیزو مطالبو څخه په عملي توګه ګټه واخلي او خپلې دندې د مسلکي اصولو، مسؤولیت‌ پالنې او اداري نظم له مخې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سمینار په ترڅ کې به ګډونوالو ته د هغوی د دندو اړوند بېلابېل مسلکي او اړین موضوعات وړاندې شي او د لسو ورځو په موده کې به د روزنیزو پروګرامونو له لارې د هغوی د کاري وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره لازمې زده کړې ورکړل شي.

ربیع الثاني ۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS