د پکتیا ولایت په زندان کې د ملکي کارکوونکو د اداري چارو د لا ښه تنظیم، چټکتیا او د کمپیوټري خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د کارکوونکو لپاره کمپیوټر لب جوړ شو

news_admin
Sun, Aug 16 2026 1:24 PM
پکتبکا

د زندان رئیس محترم مولوي عبد الغني عادل وایي، د یاد کمپیوټر لب له برابرېدو سره به د ملکي کارکوونکو اړوند اداري چارې په منظم، چټک او اغېزمن ډول ترسره شي او د اسنادو د ثبت، ترتیب او ساتنې په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته شي.

مسؤلین زیاتوي، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اداري چارو د معیاري کولو او د کارکوونکو د کاري وړتیاوو د لوړولو په موخه هڅې روانې دي، چې له مخې به یې د اړوندو ادارو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

 

 

ربیع الاول ۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS