د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د پکتیا ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله
د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال"فاتح" او مل پلاوي یې پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" سره يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.
داراز، محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».
محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان زندانیانو سره له نږدې ولیدل ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوند مسوولینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په پار لارښوونې وکړلې.
داراز، نوموړي پلاوي د یادې برخې مسوولینو ته په خبرو کې وویل؛ چې خپلو مسوولیتونو ته د پاملرنې تر څنګ پایوازانو سره ښه چلند وکړي.
همداشان، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه وکړله.
محترم قاري محمد بلال فاتح د یاد مرکز له محجوزینو سره هم ولیدل او هغوی ته یې په خپلو خبرو کې وویل: دلته چې ستاسو ته د اصلاح په موخه د زده کړو زمینه برابره شوې، خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ هڅه وکړئ چې دیني، عصري او حرفوي زده کړو څخه ګټه پورته او د خپل د حجز مودې پوره کېدو سره سم خپلې کورنۍ سره د سالمو وګړو په څېر یو ځای شئ.
دغه راز، نوموړي پلاوي د یاد زندان اداري، روغتیايي، ښوونیزې، روزنیزې، کانټینونو او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
باید یادونه وکړو چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال فاتح په حضور کې د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام تائیدۍ پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان څخه ۵۳ تنه زندانیان خوشې او ۴۷ تنو نورو د بند په موده کموالی راغی.
ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
