د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د غزني ولایت د زندان ارزونه وکړله

news_admin
Wed, Aug 12 2026 11:19 AM
غزنی

د افغانستان بانک عمومي رئیس محترم حاجي نور احمد اغا په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د یاد ولایت والي محترم مولوي ولي جان "حمزه" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، تعمیراتي، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو، کتابتون، روغتیايي مرکز، پخلنځي او خدماتي چارو ترڅنګ، د زندانیانو د استوګنې ځایونه هم په جلا جلا توګه له نږدې وارزول.

یاد پلاوي، د دې ارزونې په ترڅ کې د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره هم وکتل او ورته یې وویل، هغه کسان چې د جرمونو له امله زندان ته راوستل شوي، هیله ده له خپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانه شي، توبه وباسي او له هغو اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه چې په دې زندان کې ورته برابر شوي، اعظمي ګټه واخلي، ترڅو د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه ور وګرځي.

په ورته مهال، زندانیانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو څخه رضایت څرګند کړ.

په پای کې، د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون پلاوي د یاد  زندان مسوولینو څخه د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار خوښي څرګنده کړله او هڅې یې وستایلې.

 

صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS