د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د پکتیکا او لوګر ولایتونو د زندانونو ارزونه وکړله

news_admin
Tue, Aug 11 2026 3:16 PM
قفقف

د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا بسم الله "عبدالله" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ا.ا.ا. چارو ادارې مرستیال او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د نوموړو ولایتونو زندانونو اداري، امنیتي، تعمیراتي، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو، کتابتون، روغتیايي مرکز، پخلنځي او خدماتي چارو ترڅنګ، د زندانیانو د استوګنې ځایونه هم په جلا جلا توګه له نږدې وارزول.

یاد پلاوي، د دې ارزونې په ترڅ کې د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره هم وکتل او ورته یې وویل، هغه کسان چې د جرمونو له امله زندان ته راوستل شوي، هیله ده له خپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانه شي، توبه وباسي او له هغو اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه چې په دې زندان کې ورته برابر شوي، اعظمي ګټه واخلي، ترڅو د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه ور وګرځي.

په ورته مهال، زندانیانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو څخه د رضایت څرګندونولو سره یو لړ غوښتنې یې له پلاوي سره شریکې کړې چې پلاوي د دغو غوښتنو د ارزونې او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د حل لپاره ډاډ ورکړ.

په پای کې، د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون پلاوي د یادو  زندانونو مسوولینو څخه د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار خوښي څرکنده کړله او هڅې یې وستایلې.

 

صفر المظفر۲۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS