د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د هرات ولایت زندان له عمومي وضعیت څخه لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Aug 11 2026 2:49 PM
هرات

د ریاست‌الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي"په داسې حال کې، چې د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله "حقاني" او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"یې هم ملتیا کوله، د نوموړي ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله او د دغه زندان عمومي وضعیت، د محبوسینو شرایط او د اړوندو برخو فعالیتونه یې له نږدې وکتل.

د دغه سفر پر مهال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي د محبوسینو د اوسېدنې ځایونه، د خوړو او تغذیې وضعیت، پخلنځي، کلینیک، روغتیايي اسانتیاوې او د زندان بېلابېلې تعمیراتي برخې وکتلې او د موجودو امکاناتو او خدمتونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

همداراز، نوموړي پلاوي د هرات زندان له یو شمېر محبوسینو سره لیدنه او خبرې وکړې او د هغوی د وضعیت او اړتیاوو په اړه معلومات واخیستل.

د ریاست‌الوزرا عالي مقام اداري مرستیال د زندان د بېلابېلو برخو د ارزونې پر مهال، د محبوسینو لپاره د مناسبو شرایطو، روغتیايي خدمتونو او اړینو اسانتیاوو پر برابرولو د لا زیاتې پاملرنې سپارښتنه وکړله.

په پای کې، محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هرات زندان د مسوولینو او کارکوونکو د ترسره شویو کړنو او هڅو ستاینه وکړله او د چارو د لا ښه تنظیم او د محبوسینو د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړله.

 

صفر المظفر ۲۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS