د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د قرارګاه د امنيتي قطعې ساتونکو او ساتنمنانو ته یو میاشتنی مسلکي کورس  پیل شو

news_admin
Tue, Aug 11 2026 10:14 AM
کورس

دغه کورس، چې (۳۰) ورځې دوام کوي د قرارګاه د امنيتي قطعې څخه افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو ته به د ښوونیز مرکز د با تجربه استادانو له لورې به یادو ګډونوالو ته د زندان او زندانیانو د امنیت، بندیانو او پایوازانو سره ښه چلند کولو، د وسلو د تخنیک، زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ورکړل شي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال محترم مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو نظامي مسوولینو او  موظفینو هم حضور درلود وویل،:« تاسو د دې لپاره را بلل شوي یاستی چې لازم نظامي اصول زده کړئ، ځکه دا ستاسو مسئولیت دی او په سمه توګه ترسره کولو سره به یې هم الله (جل جلاله)، هم د هغه رسول(صل الله علیه وسلم) او هم د هغه بنده ګان درڅخه راضي شي».

محترم لوی پاسوال محمد کاظم "طارق" د یاد کورس له ګډونوالو وغوښتل، څو د استادانو له تجربو ښه استفاده او ګټه پورته کړئ له زندانیانو سره خپل چلند لاهم ښه کړئ، ستونزو ته یې پروخت رسېدنه او په زندانونو کې ورته د بند د مودې تر پایته رسولو د ژوند خوندي فضا رامنځته کړئ.

همداراز، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لا زیاتې او د اړوندو چارو په هکله ورته لازمې لارښونې وکړي.

 

صفر المظفر ۲۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS