د غزني ولایت د زندان نظامي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه شل ورځینی سیمنار پای ته ورسېد

news_admin
Mon, Aug 10 2026 1:36 PM

دغه سیمنار، چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو په هڅو د تجربه لرونکو استادانو له لورې د زندان (۲۰) تنو نظامي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، د شل ورځو په موده کې ګډونوالو ته په اداري چارو، نظامي نظم، انضباط، د زندانیانو حقونو او امنیتي تدابیرو په موخه هر اړخېز معلومات ورکړل شول.

همدا شان، د دې لایت د زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" دا ډول پروګرامونه د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې غوره وبلل او ګډونوال یې وهڅول څو په خپلو اداري چارو کې ترې ګټه پورته کړي.

 

صفر المظفر۲۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS