جوزجان ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

news_admin
Mon, Jul 13 2026 3:44 PM
jjjj

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم مولوي نعمت الله "زید" د جوزجان ولایت د زندان د نوي  نظامي مدیر په توګه د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.

داراز، محترم مولوي کمال الدین زاهد په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکېني امنیتي مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د یاد زندان نوي نظامي مدیر د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه  وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندان د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

محرم الحرام ۲۷/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS