د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

news_admin
Tue, Jul 07 2026 2:21 PM
معرفی

د زندانونو چارو د تنظم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه ملا محمد نور بلال "شاهین" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبد الحی " اخندزاده " په داسې حال کې، چې د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، محترم محمد نور بلال شاهین د یاد زندان کارکوونکو ته معرفي کړ.

محترم مولوي عبد الحی " اخندزاده " په د ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو مهم اصل یاد کړ او د مخکیني امر کړنې یې وستایلې او د نوموړي زندان له پرسونل څخه غوښتنه وکړله، چې له نوي امر سره د کار په برخه کې بشپړه همکاري او همغږي ولري.

په پای کې، محترم ملا محمد نور بلال "شاهین" ژمنه وکړله، چې را سپارل شوی مسوولیت به په ریښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره د خپلو مشرانو لارښوونې به په بشپړ ډول عملي کوي او د زندان چارو د لا ښه والي لپاره به هڅې روانې وساتي.

 

محرم الحرم ۲۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS