د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله ښځینه محبس او د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې وضعیت وارزاوه

news_admin
Tue, Jun 30 2026 2:15 PM
دیدار حنفی

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"، د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله "حقاني"، د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"، د کورنیو چارو وزارت معین محترم ملا رحمت الله "نجیب"، د استخباراتو عمومي ریاست محترم معین، د مالیې وزارت د خزاینو معین محترم حاجي عبدالقدیر "احمد"د دې ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د څرخي پله له ښځینه محبس او د کابل ولایت له مرکزي توقیفخونې څخه په جلا جلا توګه د لیدنې پرمهال د هغو اداري، امنیتي، تعمیراتي او د محبوسینو او توقیفیانو د استوګنې ځایونو، تغذیې، روغتیايي خدمتونو او نورو اسانتیاوو وضعیت له نږدې وڅېړه.

داراز، د محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي، د یاد محبس له محبوسینو او نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو  سره هم له نږدې وکتل د هغوی وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې، هغوی د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړله او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړله چې پلاوي د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړله څو د عدلي او قضایي ارګانونو سره په همغږۍ د هغوی غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال او د نوموړي کمېسیون مشر، محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د زندانونو له مسوولینو سره د چارو د لا ښه تنظیم، د خدمتونو د کیفیت د ښه کولو او د موجودو اړتیاوو د ارزونې په اړه خبرې وکړې، زندانیانو ته برابرې شوې اسانتیاوې او خدمتونه یې وستایل او له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ یې زندانیانو ته د اصلاحي او بیا روزنې پروګرامونو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

 

محرم الحرام ۱۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS