د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

news_admin
Wed, Jun 17 2026 2:13 PM
ختم سیمنیار

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا تر سرلیک لاندې درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د یاد ورکشاپ د پای په مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي"مالي اخندزاده"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله"اخلاص، د معلوماتي ټیکنالوژۍ رئیس محترم چهاریقل  "ادیب" او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې استازو او یو شمېر اړوندو مسوولینو ګډون کړی و.

په پیل کې، محترم مولوي عبدالله حقیق د مرکز او  ولایتونو  د زندانونو په بېلابېلو برخو کې د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې د ارزښت په اړه خبرې وکړي دا او دې ته ورته ښوونیزې او روزنیز برنامې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې اغیزمنې یادې کړې.

داراز، محترم عبیدالله "اخلاص" خپلو خبرو په ترڅ کې، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له دوامدارو همکاریو په مننې د ورکشاپ ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په پوره توګه ګټه پورته او عملي چارې لا غښتلې کړي.

همداراز، د ورکشاپ ګډونوالو ته د درېیو ورځو په ترڅ کې د حفظ او مراقبت د اصولو، د حفظ الصحې د معیارونو، د کمېټو د اغېزمن مدیریت، د ستونزو د تشخیص او حل لارو، همغږۍ او د عملي کاري پلانونو د جوړولو په اړه مسلکي زده کړې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د ګډو همکاریو په چوکاټ کې ترسره شو ، چې موخه یې د اړوندو کارکوونکو د ظرفیت لوړول او په زندانونو کې د تعمیراتو، حفظ الصحې او مراقبت د چارو لا ښه تنظیمول دي.

 

محرم الحرام ۰۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS