د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Jun 02 2026 9:20 AM
ماشومان

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ یوه پلاوي نن(سې شنبې) د دې لیدنې پرمهال لومړی د نوموړي مرکز له مسوولینو سره د دې مرکز پر وضعیت او محجوزینو ماشومانو ته د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو په هکله خبرې اترې وکړې او تر هغې وروسته یې د یاد مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی خبرې او غوښتنې یې واورېدې او ورته د رسېدنې په موخه یې مربوطه مسوولین متوجه کړل.

همداراز، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو ماشومانو ته په خپلو خبرو کې توصیه وکړه او وې ویل: «ډېره هڅه وکړئ چې خپل وخت بېځایه تېر نه کړئ، په دې مرکز کې د دغې ادارې له خوا په چمتو شویو ښوونیزو، روزنیزو او کسب زده کړو برنامو کې په ډېره مینه برخه واخلئ او ځانونه پرې ښه پوه کړئ، څو  د حجز مودې په پوره کېدو سره سم عادي ژوند وکړئ او د لوستو او کاسبو وګړو په توګه د اسلام مبارک دين، خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځئ».

په ورته مهال، د نوموړي مرکز محجوزینو ماشومانو هم د پلاوي د مشر پر خبرو او نېکو توصیو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د یادو پروګرامونو کې به د پخوا په پرتله ډېره برخه واخلي او د ځان د اصلاح لپاره به ترې ګټه واخلي.

 

ذوالحجة الحرام۱۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS