د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د پوهنې وزارت د کابل ښار د پوهنې ریاست ترمنځ د دې ادارې ښوونیزو (دیني او عصړي) زده کړو مرکزونو ته د همکاریو جلب په موخه ناسته ترسره شوه

news_admin
Tue, May 19 2026 11:55 AM
غفغ

 

په یاده ناسته کې، دغې ادارې په استازیتوب د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم حافظ مولوي نظر محمد"ناصري"، د پوهنې وزارت په استازیتوب د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم حافظ مولوي حسیب الله "صاحبزاده" او د یاد ریاست یو شمېر کارکوونکو هم شتون درلود، د زندانیانو د روزنې، ښوونې، د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګدو همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.

داراز، د ښوونې او بیا روزنې رئیس له لورې په زندانونو کې د روانو ښوونیزو او روزنیزو برنامو او په یادو برخو کې د لاسته راوړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول، همدارنګه زندانیانو ته د دیني او عصري زده کړو د برنامو د لا معیاري کولو او په یادو زندانونو کې د ښوونځیو ، مدارسو او سواد زده کړو ټولګیو د ستونزو حل او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړین نظرونه وړاندې شول.

په ورته وخت کې، د کابل ښار د پوهنې رئیس زندانیانو ته د ښوونیزو برنامو د لا پیاوړي کولو په برخه کې همکارۍ ته لیوالتیا و ښوده او د دغې ادارې سره یې د ښوونځیو کتابونو، قرطاسیې او د دیني مدارسو درسي موادو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د ناستې په پای کې، د ښوونې او بیا روزنې رئیس په زندانونو کې د پوهنې وزارت د شته همکاریو څخه قدردانی او مننې ترڅنګ یې پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.

 

ذوالحجه الحرام ۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS