د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ د مرکزي برخو نظامي مسوولینو سره د چارو د لا ښوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړله

news_admin
Tue, May 19 2026 11:44 AM
FDF

په ياده ناسته کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب"، د امنیتي قطعې د قرارګاه قوماندان محترم مولوي خالقداد "رحمت" او یو شمېر نورو  امنیتي مسوولينو هم ګډون کړی وه، زندانیانو ته د لا ښه امنیت د ټینګښت، سالم او خوندي چاپېریال برابرولو سربېره په یو شمېر نورو  امنیتي مسایلو بحث او خبرې اترې وکړلې.

داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: « د ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

همداشان، په یاده ناسته کې يو شمېر امنيتي مسوولينو خپلو کاري کړنو او لاسته راوړنو او د ځينو اړتیاوو يادونه وکړله، چې د رهبرۍ له خوا ورته په یادو برخو کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

په پای کې، د زندانونو چارو  د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق" د امنيتي مسوولينو او پرسونل ترمنځ  د کارونو لا ښه پرمختګ، د پوره همغږۍ او همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

ذوالحجه الحرام ۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS