د هرات ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه (۲) ورځنی سمینار پېل شو
د دې زندان مسوولینو وویل؛ هڅه کوي، چې د یاد زندان نظامي مسوولینو او پرسونل په مسلکي توګه وروزي، څو چارو او ستونزو ته پر وخت او ښه توګه رسیدنه وشي.
همداراز، د زندان مسوولینو د سمینار ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړله؛ « له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په ګټې اخیستنې زندانیانو سره ښه چلند، نېک اخلاق، صبر او استقامت څخه کار واخلئ، څو دا د دې سبب شي چې هغوی خپلو له تیرو ناروا کړنو پېښمانه او راتلونکې کې د سالمو او ګټور وګړي په توګه کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي.
همدا شان، د سمینار ګډونوالو د خوښۍ په څرګندولو سره دا ډول سمینارونو جوړول ګټور یاد کړل او د یاد زندان مسوولینو څخه يې د ورته نورو برنامو پر جوړولو ټینګار وکړ.
ذوالقعده ۱۲/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
