د پروان، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، پنجشیر او لغمان ولایتونو د زندانونو څخه (۸۳۹) تنه نارینه، ښځینه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
Sun, Mar 08 2026 9:41 AM
رهایی

ولایتي خبرونه: (پروان، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، پنجشیر، لغمان)

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د پروان، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، پنجشیر او لغمان ولایتونو له زندانونو څخه د ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو په شمول (۳۴۴) تنو د حبس او حجز پاتې مودې عفو او خوشې شول او د (۴۹۵) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هېواد په ټولو زندانونو کې هم دغه بهیر پیل او عملي شي.

 

رمضان المبارک ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS