د کونړ ولایت د زندان (۱۰۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
Thu, Mar 05 2026 11:45 AM
کنر

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یاد ولایت د زندان د محبوسینو او محجوزینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د ښځینه او نارینه محبوسینو او ماشومانو محجورینو په شمول (۵۵) تنو د حبس او حجز پاتې مودې عفو او خوشې شول او د (۴۵) تنو نورو د حبس او حجز په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هېواد په ټولو زندانونو کې هم دغه بهیر پیل او عملي شي.

 

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS