ولایتي خبر: (ننګرهار) د ننګرهار ولایت د زندان زندانیانو ته د عطاء خيريه بنسټ له لوري روژه ماتي برابر شو

news_admin
Sat, Feb 28 2026 10:08 AM
ولایتی

دغه روژه ماتی، د ننګرهار ولايت د زندان د مسوولینو په هڅو او د عطاء خيريه بنسټ له لوري د ننګرهار زندان شاوخوا ۱۰۰۰ تنو زندانيانو ته د روژه ماتي تيار شوی خواړه ووېشل شول.

د نوموړي زندان رئيس محترم مولوي سهيل سعيد د دغه بنسټ د مشرتابه څخه مننه وکړله او د هغوی دغه بشرپاله او انسان دوستانه اقدام د ستایلو ترڅنګ له زندانيانو سره دا ډول مرستې نه يواځې د هغوی لومړنۍ اړتياوې پوره کوي، بلکې د انساني همدردۍ او ورورولۍ روحيه هم پياوړې کوي.

همداشان، د یاد زندان رئیس پر نورو خيريه بنسټونو او مرستندويه مؤسساتو غږ وکړ، چې د روژې مبارکې مياشتې په ترڅ کې له اړمنو زندانيانو سره خپلې مرستې لا زياتې کړي، څو هغوی هم وکولای شي د روژې مبارکه مياشت په ښه فضا کې تېره کړي.

 

رمضان المبارک ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS