ولایتي خبر: (ننګرهار) د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د شپې ناوخته د خوګیاڼو ولسوالۍ د توقیف خونې څخه لیدنه وکړله

news_admin
Sat, Feb 21 2026 12:54 PM
ننگرهار

په دې لیدنه کې د یاد زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید د نوموړې توقیف خونې اداري بهیر، اعاشوي چارې او د توقیفي بندیانو حالت له نږدې وڅېړه او د یاد توقیف خونې مسوولینو، اړوند اداري فعالیتونو، تنظیمي چارو او اعاشوي وضعیت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل چې نوموړي پلاوي د توقیف خونې له عمومي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا په موخه یې اړینې سپارښتنې وکړلې.

د یو بل خبر له مخې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې د ننګرهار ولایت د زندان له زندانيانو سره یوه اندازه خرما مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو رياست په هڅو د سره صلیب نړیوالې کمیټې له لورې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت د ننګرهار ولايت زندانيانو ته ۲۱۹۵ کيلوګرامه خرما مرسته وشوه چې د مسوولینو له لورې په شفافه توګه پر زندانیانو وویشل شوه.

 

رمضان المبارک ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS