د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس په ترکيې هیواد کې د (ICPA) له عمومي رئيس سره وکتل

news_admin
Sun, Nov 02 2025 2:30 PM
turka

د  افغانستان اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" ترکیې هیواد ته خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زندانونو د روزنې او اصلاح نړیوالې ټولنېی یا (ICPA) له عمومي رئيس محترم انیس یاووز "ییلدریم" سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د زندانونو د کارکوونکو د مسلکي روزنې، د بندیانو د اصلاح، زده‌کړې، کارموندنې او د هغوی د بوختیاوو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو پر اړتيا مفصلې خبرې وکړې.

د (ICPA) عمومي رئيس د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې د هڅو ستاینه وکړله او د یادې ادارې رئيس او ورسره پلاوي د (ICPA) په ۲۷م نړیوال کنفرانس کې ګډون مهم وباله.

همداراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د (ICPA) له عمومي رئيس څخه مننه وکړله او له نوموړي څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د زندانونو چارو د سمون اداره دې د راتلونکو کنفرانسونو او روزنیزو پروګرامونو په اجنډا کې شامله وساتل شي.

باید یادونه وکړو چې دغه لیدنه د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا او په زندانونو کې د اصلاحي برنامو او روزنې په برخو کې د تجربو د تبادلې پر لور یو مثبت ګام بلل کېږي.

 

جمادي الاول ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS